IQNA

په تیرې یوې میاشت کې د مدینې د قرآن د چاپ کملیکس  څخه کابو ۲۸ زره حاجیانو کتنه کړې

10:27 - July 03, 2025
د خبر لمبر: 3491356
ایکنا – د مدینې منورې د ملک فهد نومې د قرآن د چاپ او نشر د کمپلیکس مسئولانو  په تیر جون میاشت کې  له دغې ټولګې څخه د  اته ویشت زره اوه سوه شپږویشتو حاجیانو دلیدو کتو خبر ورکړ.

یکنانیوز د الریاض له قوله راپور راکړ، دغه حاجیان او زیارتوال  د خداي د کور او بیت الله الحرام  میلمانه او له مختلفو ملیّتونو څخه وو چې  د حج د مناسکو له ادا کولو وروسته مدینې منورې ته تللي او د ملک فهد د قرآن د چاپ او نشر ونې  د کمپلیکس  کتنه ئې کړې ده.

همداراز  عمره کونکي زیارتوال  هم  په عربستان کې  ددغه خاص اسلامی ځائيګی  لیدونکي  وو ،چې د قرآن په چاپولو او نشرولو کې مخکښ دی. 

د انډونیشیا، چین، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش ،مصر ، تاجیکستان ،عراق، الجزایر ، یمن او امریکا هیوادونو څځه حاجیانو  د مدینې ددغه قرآنی کمپلیکس کتته کړې او په مختلفو ژبو سره د قرآن دچاپ او ترجمې له مختلفو مرحلو سره آشنا شول .

کتونکي همدراز  په مدینې کې  د قرآن  کمپلیکس   د هلوځلو په بهیر کې  په مختلفو ژبو د قرآن د  خوندي نشرولو او چاپولو  لپاره  له ماډرن ټيکنالوجیو څځه د استفادې په زمینې کې  چې  د کلتوری  مبادلې د پیاوړتیا او د میانه رو  اسلام د خپرولو لپاره دعربستان  کړچار دی  هم خبر کړئ شول. 

 د وئيلو ده  د ملک فهد د قرآن  چاپ او نشر کمپلیکس  په درستې نړۍ کې  د قرآن کریم د چاپ او ویشلو ترټولو ستر مرکز دی چې  د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر په ۳۰ افتتاح شوی دی.

 د ملک فهد  قرآن کمپلیکس  د چاپ او خپرونې ترڅنګ یو څارونکی پلاوی ،  د قرآن کریم  ترجمه  او په مختلفو  ژبو  ددغه د وحي د کلام  ترجمه کول او اصلاح  په غاړه  لری . دغه اقدام  د هغو مسلمانانو  لپاره د قرآن کریم  د درک  او قرائت  د آسانولو په خاطر ترسره کیږی، چې  عربی ژبې باندې نه پوهیږي ، یو داسې اقدام چې  دخداوندمتعال درستو بندګانو ته  د الهي پیغام  د رسولو لپاره د پیغمبر اکرم (ص)  د سپارښتنو په لړ کې ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4292001

captcha